په کابل کې لګيدلي اور په سلګونه دوکانونه وسوځول

د خپريدو وخت: 15:34 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

په پلازمېنه کابل کې د جامو په يوه مارکېټ کې لوی اور سلګونه دوکانونه وسوځول.

د دغه اور د وژلو لپاره د ناټو او افغان پوځ اور وژونکي وربلل شوي وو خو په مارکېټ کې د خورېدو له امله يې خلکو ته ميليونونه ډالره تاوان اړولی دی.

په دغه پېښه کې څوک نه دي مړه شوي.

د کابل د پيسو د راکړې ورکړې مارکېټ او ورسره خوا کې د سرو زرو دوکانونه هم خالي شوي او سوداګرو خپل ميليونونه ډالر خوندي ځايونو ته اېستلي دي.

چارواکي وايي اور د برېښنا د شارتې له امله لګیدلی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .