افغانې پولیسې امریکایی قراردادي وواژه

د خپريدو وخت: 15:24 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

افغان امنیتي چارواکي وايي د پلازمینې کابل په امنیې قومندانۍ کې د پولیسو یوې ښځینه افسرې پر یو امریکايي سلاکار ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

دا د خپلې بڼې لومړنۍ پېښه ده چې یوه افغان ښځه پر یوه بهرني ډزې کوي.

د کابل دامنیې قومندانۍ مرستیال محمد داود امین بي بي سي ته وویل دغې ښځینه پولیس افسرې له تېرو دریو کلنو راهیسې په پولیسو کې کار کاوه.

ښاغلی امین وايي د دغې ښځې په اړه څیړنې روانې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .