روسیې او هند د پوځي توکو تړون لاسلیک کړ

د خپريدو وخت: 15:28 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

روسیې او هند د شاوخوا درې میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي وسیلو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون هند ته د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سفر پر مهال وشو.

د دغه تړون له مخې به روسیه تر ۷۰ ډېرې پوځي څرخي الوتکې او تر ۴۰ ډېر جیټ جنګي الوتکې هند ته ورکوي.

روسیه هند ته د وسلو یو ستر صادرونکی هېواد دی خو له لویدیځو شرکتونو سره یې د میلیادونو ډالرو په ارزښت تړونونه له لاسه ورکړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .