روسیې د تېلو یوه نوې نل لیکه پرانیسته

د خپريدو وخت: 16:56 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

روسيې يوه نوې نل ليکه پرانيستې چې د سايبيريا د تېلو ډگرونه يې د آرام سمندر سواحلو سره نښلولي دي.

د ختیځې سایبریا آرام سمندر نل لیکه چې تر څلور زرو کيلومترو ډېر اوږدوالی لري، له روسیې سره به مرسته وکړي چې خپل تېل آسیایي هېوادونو ته صادر کړي او پر اروپايي مارکیټ به يې د پلورلو اړتيا کمه کړي.

ولسمشر پوتین د خیتځ په لېرې پراته ښار خاباروفسک کې په پرانیستونکو مراسمو کې د ویډیويي اړیکې له لارې ګډون وکړ.

هغه وویل دا د هېواد په اقتصاد کې یو پرمختګ دی. په روان کال کې زموږ تولیدات زموږ پر شریکانو لکه جاپان، چین، امریکا، فلیپین، جنوبي کوریا، اندونیزیا، سینګاپور، تایوان او مالیزیا پلورل شوي دي.

زموږ نوي تولیدات چې د آرام سمندر ختیځه سایبریا نومېږي نړیوالو بازارونو ته راوځي. ددغې پروژې د دویم پړاو په بشپړېدو سره به موږ په کال کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ میلیون ټنه پورې تیل صادر کړو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .