مصر: رایې ورکوونکو د اساسي قانون ملاتړ کړی

د خپريدو وخت: 06:15 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

په مصر کې د اساسي قانون پر سر د ټول پوښتنې رسمي پايلې ښيي چې رایې ورکوونکو د نوي اساسي قانون ملاتړ کړى.

ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمين گوند له دغه لانجمن قانون څخه ملاتړ په ډاگه کړی، مصر کې د ټاکنو کمېسيون مسوولینو ويلي چې دوه پر دريمه برخه رایې ورکونکو په ټول پوښتنه کې برخه اخيستې.

د دغې ټول پوښتنې پر مټ به مصر وتوانيږي چې يو نوى پارلمان وټاکي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي د مصر راتلونکى د اختلافاتو د لېرې کولو لپاره بايد ټولې خواوې سره د جوړجاړي لپاره ژمنې وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .