سوریه: د پوځي پوليسو مشر دنده پرېښوده

د خپريدو وخت: 06:26 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

د سوريې د پوځي پوليسو مشر له خپلې دندې لاس پر سر شو.

د العربيه عربي ټلويزيون هغه وينا خپره کړه چې وايي دا د ستر جنرال عبدالعزيز الشلال ده.

جنرال الشلال په دغې وينا کې ويلي د سوريې دولت د خلکو له ملاتړه لاس اخيستى او د قاتلينو په ډلو کې شامل شوي دي.

تر دې وړاندې د سوريې مخالفينو ويلي وو چې نوموړى له هغوى سره يو ځاى شوی دى.

جنرال شلال تر تولو لوړ پوړى پوځي جنرال دى چې په سوریه کې د جگړې له پيله په تېرو دوو کالو کې له خپلې دندې لاس اخلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .