هند کې د چای کرونده ګرو د کروندې څښتن وواژه

د خپريدو وخت: 10:55 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

د هند په شمال ختیځ ایالت اسام کې د چای کرونده ګرو د خپل کارڅښتن کور ته اور اچولی او هغه یې له خپلې مېرمنې سره یو ځای سوځولی دی.

راپورونه وايي، کابو اووه سوه کارګر د مرېدول کومار بهاټاچاریا تر کور راتاو شول او اور یې ورته کړ.

دغه کارګر له تېرو دوو اونیو راهیسې د مېشت ځایونو د لانجې پر سر غوسه شوي وو.

د دوی د څښتن مړی له خپلې مېرمنې ریتا سره یو ځای وروسته په سوځېدلي کور کې وموندل شو. پولیسو د دغه برید په تړاو درې کارګر نیولي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .