نېلسن منډېلا له روغتونه کور ته ولېږدول شو

د خپريدو وخت: 07:44 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا تر دریو اونیو وروسته له روغتونه بهر شوی دی.

نوموړی د صفرا کڅوړې د تېږو او د سږو د ناروغۍ له کبله بستر شوی و.د نوموړي درملنه به په جوهانسبرګ کې د ده په کور کې روانه وساتل شي.

ښاغلی منډېلا چې د سوېلي افریقا لومړی تورپوستی ولسمشر و له تېرو دوو کلونو راهیسې عام محضر ته نه دی راڅرګند شوی.

نوموړی اوس څلور نوي کلن دی او د هېواد ډېری وګړي یې د ملت پلار بولي. د ولسمشرۍ یوه ویاند له روغتونه د ده د راوتو خبر اعلان کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .