امریکا: ژمنیو توپانونو زیانونه اړولي

د خپريدو وخت: 08:07 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

د ژمنیو طوفانونو یوې لړۍ د امریکا د متحده ایالتونو په پراخو سیمو کې ستر ویجاړی کړي دي. په دغه لړۍ کې کابو ۳۰ سختې بوړبوکۍ، واورین توفانونه او جړۍ رامنځته شوي دي.

د دغو توفانونو له کبله تر ۲۰۰ زرو ډېر خلک بې برېښنا شوي، چې ډېره برخه یې په ارکنساس ایالت کې ده.

یوازې د چهارشنبې په ورځ د الوتکو یو نیم زر الوتنې لغوه شوي دي. توفانونه اوسمهال د امریکا د شمال ختیزو برخو پر لور روان دي.

په دغو سیمو کې تر ۴۰ سانتي مترو د واورې اورښت وړاندویېنې کېږي. د هېواد په سوېلي برخه کې الباما تر ټولو ډېر ځپل شوی ایالت دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .