زرګونه عراقیانو د المالکي ضد مظاهرې وکړې

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د عراق په سني مېشتي ایالت الانبار کې لسګونه زره کسان د لومړي وزير نوری المالکي پر ضد مظاهرو سره يو ځای شوي دي.

مظاهره چیان د جمعې له لمانځه وروسته د فلوجې او رمادي په ښارونو کې واټونو ته راوتلي او د ښاغلي مالکي پر ضد نارې وهي.

دغه مظاهرې وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ يو شمېر هغه ساتونکي ونیول شول چې د ماليې د سني وزير رفيع الايساوي لپاره يې کار کاوه.

مظاهره چيان شيعه لومړی وزیر نوري المالکي تورنوي چې ګواکې د عراقي سني سياسي مشرانو د ژۍ ته کولو په لټه کې دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .