د ګانا لويې مخالفې ډلې تېرې ټاکنې ننګولي

د خپريدو وخت: 17:08 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د ګانا لويې مخالفې ډلې په ستره محکمه کې عريضه کړې او د تېرې مياشتې د ولسمشرۍ هغه ټاکنې يې ننګولي چې جان مهاما وګټلې.

د ملي ساتنې ګوند د ټاکنو دغه پايلې رد کړي او ادعا کوي چې درغلۍ په کې شوې دي.

د ګانا د انتخاباتو کمېسيون وايي ښاغلي مهاما دغه ټاکنې له ۵۰ سلنې په زياتو رايو ګټلي او د بيا ټاکنو اړتيا نه شته.

د انتخاباتو څارونکو دغه ټاکنې ازادې او رڼې بللې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .