د جنسي تېري قرباني شوې هندۍ مړه شوه

د خپريدو وخت: 05:08 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

په هند کې هغه نجلۍ چې تېره مياشت په يوه بس موټر کې پرې ډله ييز جنسي تېری شوى و، وهل شوې او وروسته له بس موټره غورځول شوې وه، د سنگاپور په يوه روغتون کې مړه شوه.

نوموړې هلته تر درملنې لاندې وه.

د روغتنون وياند وويل چې د ژوند په وروستيو شېبو کې د کورنۍ غړي يې سر ته ولاړ وو.

پوليسو د پېښې په تړاو ٦ کسان نيولي.

دې بريد په هند کې د خلکو غوسه او اعتراضونه راوپارول.

اعتراص کوونکي د جنسي تېريو مجرمينو ته د سختې سزا او د پوليسو له خوا د ښځو د ساتنې غوښتنه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .