کراچۍ ښار کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ریل ګاډي یوه تم ځای ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې په کې یو کس وژل شوی او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې چاودنه کینټ سټېشن نومي تم ځای ته څېرمه په یوه ولاړ بس ګاډي کې شوې. د چاودنې د څرنګوالي په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.

د ځايي روغتون یوې ډاکټرې سیمي جمالي ویلي، چې د چاودنې له امله د یوه وژل شوي کس جسد او ۴۰ ټپیان دوی ته ور وړل شوي دي. د نوموړې په وینا ټپي کسان سوځېدلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .