د جورجیا د وژل شوي عسکر مړی وموندل شو

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، د جورجیا د هغه عسکر مړی موندل شوی، چې د روان دسمبر په ۱۸ مه تری تم شوی و.

ایساف په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، دغه سرتېری د افغانستان په سوېل کې ۱۲ ورځې مخکې ورک شوی و.

د هغه مړی د تېرې شنبې په ورځ (دسمبر ۲۹) افغان پولیسو وموند.

هلمندي چارواکي وایي د دغه جورجیایي عسکر مړی یې موندلی چې د روانې میاشتې پر ۱۸ نېټه په دغه ولایت کې تری تم شوی و.

که څه هم افغان چارواکي دا نه وایي چې دغه عسکر څنګه او له کومه ځایه بېول شوی و، خو د موسی کلا ولسوال نعمت خان وایي چې ددغه جورجیایي عسکر مړې یې د ولسوالۍ د دهزک سیمې په یوه کور کې موندلی.

ولسوال وایي چې تېره ورځ (شبنه/دسمبر ۲۹) امنیتي ځواکونو په یوه کلا کې یو کس چې پوځي جامې یې اغوستې وې، په مړه حالت کې موندلی چې بیا په هلمند کې مېشتو ناټو ځواکونو ته سپارل شوی.

دغه پوځي د ټوپک په ډزو وژل شوی، خو دا لا نه ده روښانه چې هغه څنګه او د چا له خوا تښتول شوی و.

تردې دمه وسله والو طالبانو هم ددغه بهرني پوځي په اړه څه نه دي ویلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .