پاکستاني طالبانو ۲۱ پوځيان وژلي

د خپريدو وخت: 04:19 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

په پاکستان کې چارواکي وايي هغه ٢١ مړي چې د هېواد په شمال لوېديځ کې موندل شوي، د هغو نيمه پوځيانو دي چې پر پنجشنبه په وسلو کلکو سمبالو اورپکو وتښتول.

په گوليو سوري شوي دا مړي پېښور ته څېرمه د هغو پوځي اډو په څلور کيلومترۍ کې غورځول شوي چې دغه نيمه پوځيان ترې تښتول شوي وو.

د طالبانو له خولې خبر ورکړشوى و چې ددغې تښتونې پړه يې منلې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .