د سوریې پوځ د حمص ښار یوه برخه نیولې

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د سوریې دولتي پوځ د حمص ښار له یوې لویې برخې (دیر بعلبه) نه خپل وسله وال مخالفان په شا تمبولي او بیا یې په دې سیمه خپله ولکه ټینګه کړې. سوریه کې د ۲۱ میاشتني خونړي کړکیچ له پیل راهیسې پرحمص ښار د واک لپاره د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوې، چې له کبله یې دغه ښار تر ډېره حده وران شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .