برازیل: نهه تنه یرغمل خوشي شوي

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د برازیل په جنوب کې پولیس وايي دوی نهه تنه یرغمل له وسله والو غدیو ژغورلي چې د شنبې په ورځ یې د قیمتي ډبرو له فابریکې څخه د غلا په هڅه کې تر ناکامېدو وروسته یرغمل کړي وو.

سلګونه کسانو د کاټیپورا ښار په مرکزي ډګر کې ددغې ژغورنې لمانځنه وکړه. دا لا نه ده روښانه چې فراري وسله وال نیول شوي که نه.

د غدۍ درې غړي چې ویل کېږي مشر یې هم په کې دی، په فابریکې کې له پولیسو سره د ډزو پر مهال وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .