جاپاني سمندري ساتونکو چینايي بېړۍ نیولې

د خپريدو وخت: 12:00 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

جاپاني ساحلي ساتونکي وايي یوه چینايي کب نیونکې بېړۍ یې نیولې او د بېړۍ کېپټان یې په ناقانونه توګه د جاپان انحصاري اقتصادي سیمه کې د کب نیولو په تور بندي کړی دی.

چینايي بېړۍ چې اته تنه عمله پکې سپاره وو د جاپان په جنوب د یوکوشیما ټاپو لویدیځ ته په ۱۳۰ کیلو مترۍ کې نیول شوې.

چین وايي یو استازی یې کاګوشیما ته استولی چېرې چې د بېړۍ له کیپټان او دوه نورو کارکوونکو پوښتنې ګرویږنې شوې.

جاپان وايي کیپټان په ناقانونه توګه د مرجانونو په لټه کې وو.

په تېرو څو میاشتو کې د جاپان او چین ترمنځ د ځینو کوچنیو ټاپوګانو پر سر اړیکې لا ترینګلې شوې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .