کونړ کې څارګرې الوتکې ۷ 'اورپکي' وژلي

د خپريدو وخت: 11:33 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د حکومت اووه مخالف وسله وال وژل شوي دي.

په کونړ کې د افغان پوځ یوه ویاند هارون ویلي برید د بې پیلوټه الوتکې په وسیلې شوی او په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي لا هم په سیمه کې پراته دي.

خو دا لا نه ده معلومه چې بهرنیان دي که افغانان.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .