د نړۍ میلیونونو خلکو د ۲۰۱۳ هرکلی وکړ

د خپريدو وخت: 05:21 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391

ميلیونو کسانو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۰۱۳ کال ته هرکلى ويلى دى. په دې لړ کې لومړنۍ اور لوبې د استراليا په سیډني کې پيل شوې، په برما کې په لومړي ځل نوى کال په رسمي ډول پرانستل شو.

په لندن کې لوى شمېر خلک د تيمز د سين غاړې او د ټرافلگر څلور لارې کې زرگونه کسان راغونډ شوي دي.

دلته هم په پراخه کچه اور لوبې وشوې.

په نيويارک خلک د نوي کال هرکلي لپاره راغونډ شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .