له شمالي کوریا څخه د تښتېدونکو کسانو شمېر لږ شوی

د خپريدو وخت: 08:57 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

د هغو کسانو په شمېر کې څرګند لږوالی لېدل شوی، چې له شمالي کوریا څخه تښتي او په سویلي کوریا کې پناه اخلي.

د سویلي کوریا چارواکي وايي د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې له ۱۵۰۰ ډېر کسان د دغه هېواد له پولو تېر شول او د سیاسي پناه غوښتنه یې وکړه، خو په ۲۰۱۱ کال کې دغه شمېره له ۲۷۰۰ ډېره وه.

د بشري حقونو کوریايي کارکونکي ادعا کوي، چې په شمالي کوریا کې د کم جونګ ان له واکمنېدو وروسته د خلکو د تېښتې د مخنیوي لپاره کلک تدبیرونه شوي دي.

دغه کارکوونکي وايي چین کې هم د چینايي پولیسو په مرسته د هغو کسانو لټون کېږي، چې له شمالي کوریا څخه دغه هېواد ته تښتېدلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .