امریکا: د مالي کړکیچ د مخنیوي سند تصویب شو

د خپريدو وخت: 09:08 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

د امریکا ولسي جرګې هغه سند تصویب کړ، چې له مخې به یې د منځني قشر په کسانو د مالیو د زیاتوالي او له حکومتي لګښتونو څخه په خپل لاسي توګه د لږوالي مخنیوی وشي.

د سپینې ماڼۍ او جمهوریت غوښتونکو تر منځ د جوړجاړي په پایله کې د امریکا د مشرانو جرګې له مخکې نه دغه سند تصویب کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د امریکا په ولسي جرګه کې د دغه سند د تایید لپاره ۲۵۷ او د مخالفت لپاره ۱۶۶ رایې ورکړل شوې. د امریکا د ولسي جرګې له لوري د تایید له تر لاسه کېدو ورسته به دغه سند قانوني بڼه غوره کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .