د اوو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

د خپريدو وخت: 06:36 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

افغان حکومت وايي سبا (جمعه) به د هغو نهو افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته ولېږدل شي چې نژدې درې اوونۍ وړاندې د ډسمبر په ۱۳مه يې بېړۍ د يونان په سواحلو کې ډوبه شوه.

په دغه بېړۍ کې ټولټال ۳۰ کسه سپاره وو، چې ويل کېږي ۲۱ يې افغانان دي.

د افغانستان پلازمېنې کابل ته د یونان په اوبو کې د هغو وژل شوو ۲۲ افغان کډوالو له ډلې پنځه یې لېږدول شوي وو، چې کابو درې اوونۍ وړاندې د یونان په سواحل کې یې بېړۍ ډوبه شوې وه.

همداشان، په ترکیه کې د دوو مړو شوو محصلینو مړي هم کابل ته لېږدول شوي دي.

لېږدول شوي مړي د هغوی کورنیو ته سپارل شوي، خو لاهم ځینې کورنۍ د خپلو غړو مړیو ته انتظار دي.

افغان حکومت وايي، چې نور مړي به هم په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .