هند د ښځينه پولیسو شمېر ډېروي

د خپريدو وخت: 18:29 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

د هند حکومت په پلازمېنې ډهلي کې پر یوې زده کوونکې تر ډله ییز جنسي تېري او د هغې تر وژل کېدو وروسته ویلي چې نورې ښځینه پویلسې افسرانې په دندو وګماري.

د هند د کورنیو چارو وزیر سوشیل کمار شیندي ویلي د ډهلي د پولیسو په هر سټیشن کې به ښځینه پولیسې وي او په ملي کچه به ګڼې نورې هم په دندو وګمارل شي.

تر برید وروسته د هند حکومت تر فشارونو لاندې دی چې د ښځو د خوندیتوب لپاره ډېر څه وکړي او په ملي کچه یې د خلکو غصه راپارولې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .