اسټرالیا کې اور لګېدنې زیانونه اړولي

د خپريدو وخت: 07:47 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

د اسټراليا د تاسمنيا په ټاپو کې، اورلگېدنې زرگونه کسان اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي. يوشمېر دغه خلک د سمندر څنډو ته تښتېدلي چې د بېړیو په وسیله ژغورل شوي دي.

د دونالي په ښار کي لږ ترلږه ۸۰کورونه نړيدلي او داسې ويل کېږي چې ښايي يو کس په کې مړ شوى وي.

اور وژونکي د اسټراليا په وچه کې هم د اور وژلو هڅه کوي. د سوځونکي اوړي په تېرولو سره د اسټرالیا په ځينو برخو کې د تودوخې درجه په بېساري ډول لوړه شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .