برتانیا: نیپالی جنرال د شکنجې په تور نیول شوی

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

برتانيا کې پوليس وايي د نيپالي پوځ يو ډگروال يې د شکنجې پر دوو کړنو تورن پېژندلی چې د ادعاو له مخې د دې هېواد د اوږدې کورنۍ جگړې پرمهال يې ترسره کړې دي.

ډگروال کمارلاما د تېرې پنجشنبې په ورځ زنداني شو چې ښايي د شنبې په ورځ لندن کې محکمې ته ودرول شي.

د نيپال حکومت په کټمندو کې د برتانيا سفير ورغوښتي و او د ډگروال د نيول کېدو پرضد یې احتجاج کړی.

د نيپال د بهرنيو چارو وزارت دا يو ناقانونه گام بللى او له برتانيا يې غوښتي چې کمار لاما خوشی کړي.

برتانوي پوليس وايي له هغه ځایه چې دغه جرمونه د نړيوال عدلي سيستم د اصولو تابع دي، کېداى شي چې دغه سړى په برتانيا کې محاکمه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .