ج. وزیرستان کې څارګرو الوتکو اته کسان وژلي

د خپريدو وخت: 08:19 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په جنوبي وزیرستان کې د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې لږترلږه اته کسان وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې، دغه برید د لته ولسوالۍ په بوبړخېلو سیمه کې شوی دی.

الوتکو دوه توغندي ویشتلي، چې اته کسان په کې وژل شوي دي.

د وژل شوو د هویت په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

خو ناتایید شوي راپورونه وايي، چې ودې شي د اورپکو پر پټنځي شوی وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .