ولسمشر کرزی امریکا ته ځي

د خپريدو وخت: 05:32 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزى نن د يوۀ لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د امريکا متحده ايالتونو ته درې ورځنى سفر پيل کړي. په پام کې ده

ښاغلى کرزى به د دغه سفر په ترڅ کې له خپل امرکايي سيال سره د اټکل شوي دوه اړخيز امنيتي تړون پر منځپانگې خبرې وکړي.

د دغه تړون له مخې به په ډاګه شي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې څومره امريکايي ځواکونه پاتې کېدی شي.

د امريکا رسنيو راپورنو له مخې به د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېريو شمېر د ۳ زرو او ۹ زرو ترمنځ وي.

طالبانو خبرداری ورکړی که په هېواد کې يې کوم بهرنی ځواک تم کېږي، جګړه به نوره هم ورسره اوږدېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .