چک هېګل د امریکا دفاع وزیر کېږي

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

له واشنګټنه راپورونه وايي چې ولسمشر اوباما به دا اوونۍ پخوانی جمهوري غوښتونکی سناتور (چک هېګل) د دفاع خپل نوي وزير په توګه ونوموي.

خبريالان وايي د ښاغلي هېګل غوراوی چې د ويټنام جګړه کې جنګېدلی او مډالونه هم ورکړل شوي، د تصويبېدو پر مهال له سختې مبارزې سره مخامخ شي.

د ده ګوندوال جمهوريت غوښتونکي پرې د اسراييلو ضد دريځ او د ايران پر وړاندې د بې تجربې والي تور لګوي.

ده د عراق جګړې پر سر پر ولسمشر جورج ډبليو بوش نيوکې هم کړې وې.

د دفاع اوسني وزير ليون پنېټا ويلي غواړي له دندې ګوښه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .