وسله والو د مکسیکو شرابخانو کې ۹ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 05:36 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

په درنو وسلو سمبال وسله والو د مکسيکو په شمال کې د شراب څښلو پر دوو ځايونو يرغل کړی، او لږترلږه ۹ کسان يې وژلي دي.

دغه بريدونه په ټوريون ښار کې يو له بله د څو دقيقو په واټن کې شوي دی.

پوليس باور کوي، بريدونه د هغو ډلو له خوا شوي چې په (کوا ويلا) ايالت کې د نشه يي توکيو پر قاچاق د کنټرول لپاره سره جنګېږي.

په تېرو څو ورځو کې پر دريو نورو همداسې ځايونو په ورته ډول بريدونه شوي دي.

ولسمشر اېنرېک پېنا نيېټو چې په تېر دسمبر کې يې لوړه کړې، ويلي په مکسيکو کې د تاوتريخوالي کمول يې د حکومت له لومړيتوبونو دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .