د ایران د تېلو عواید ٪۴۵ ټيټ شوي

د خپريدو وخت: 07:38 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

د ايران د پارلمان يوه غړي ويلي دي چې د هېواد د تېلو او غازو عايد کې يې په تېرو نهه مياشتو کې پنځه څلويښت سلنه کموالى راغلى دى.

د پارلمان د بوديجې د جرگه گۍ د مشر غلام رضا کاتب له خوا دا اعتراف د دې خبرې کم ساري منل دي چې پر ايران د اټومي پروگرام له امله لگېدلو نړيوالو بنديزونو د دې هېواد پر اقتصاد اغېز کړی دی.

امريکا او متحدين ېې باور لري چې ايران د اتومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .