د استرالیا ۱۰۰ ځایونو کې اور لګېدلی

د خپريدو وخت: 07:42 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

د اسټرالیا د اور وژنې اداره وايي، نیو سوت ویلس په خپل تاریخ کې د اورلګېدنې یو تر ټولو خطرناکې ورځې سره مخامخ دی.

د اسټرالیا تر ټولو مشهور ښار کې تر سلو ډېرو ځایونو کې اور لګېدلی او پنځه ویشت ځایونه یې تر کنټرول وتلي دي.

په ځینو سیمو کې د اورلګیدنې خطر په لوړه کچه کې دی او ناورین رامنځ ته کوونکی بلل شوی دی.

په سیمه کې سخت بادونه لګیږي، چې بوټي هم پرېمانه دي او تودوخه د سانټي ګریډ په کچه ۴۰ درجو ته لوړه شوې ده.

لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد ویلي، نن یوه ډېره خطرناکه ورځ ده او زیاته کړي یې ده چې حالت په یو دلیل ناورین زیږوونکی بلل شوی دی.

د اور وژنې د ادارې یو کمیشنر وايي:

''نن سهار په سیمه ییز وخت نهه نیمې بجې موږ په یو شمېر سیمو کې د اورلګېدنې د پام وړ شمیرې ولیدې، چې اوس اور ډېر خطرناک شوی دی. موږ د اورلګیدنې سل پېښې ثبت کړې، او اوس د هغو ۲۵ اورونو د مهارولو هڅه کوو چې له کنټروله وتلي دي.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .