بدخشان کې د مېړه قاتله ونیوله شوه

د خپريدو وخت: 11:59 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولایت کې پولیسو ویلي، چې د مېړه په وژنې تورنه ښځه یې نیولې ده.

پولیسو ویلي، پلټنو په ډاګه کړې، چې ښځې لومړی خپل مېړه ته په خوړو کې زهر ورکړي او بیا یې په خوب خونه کې د هغه مړی سوځولی دی.

دا پېښه د بدخشان د غرنۍ درې میر په تګام ولسوالۍ کې شوې ده.

ددغې ولسوالۍ د جنايي جرمونو ضد پولیسو امر محمد حسن بي بي سي ته وویل، په دې اړه پلټنه دوام لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .