کندوز کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

د خپريدو وخت: 12:00 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

د افغانستان شمالي ولایت کندوز په چاردره ولسوالۍ کې نا پېژاندو وسله والو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني وايي، دغې کورنۍ دوه کاله مخکې د تخار ولایت له اشکمش ولسوالۍ د چاردرې ماماخېلو کلي ته کډه کړې وه.

د سیمې خلک وايي، د تېرې شپې په دې پېښه کې حاجي صمد، ښځه یې او دوه زامن یې وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنه کوي.

خو وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې دا کار په سیمه کې سیمه ییزو پولیسو کړی دی او بیا تښتېدلي دي.

طالبانو هم دا کار غندلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .