چین: خبریالان خپل اعتصاب ختموي

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391

چین کې د (سودرن ویکلي) خبریالانو منلې چې د سانسور پر وړاندې به خپل اعتراض پای ته ورسوي او خپلو دندو ته به ستانه شي. د هغې هوکړې له مخې چې د سې شنبې په ورځ وشوه، خبریالانو ته به جزا نه ورکول کېږي. خو دا لا جوته نه ده چې د تبلیغاتي چارواکو له خوا به د سرمقالو په محتوا لګیدلی سانسور بند کړای شي او که نه.

دغه اعتصاب د هغو سرمقالو د لېرې کولو په موخه شوی و چې سیاسي ازادیو ته یې ضربه رسولې وه او له همدې امله د چین په سویلي ښار ګوانګژو کې یو لړ لاریونونه د خبریالانو په ملاتړ ترسره شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .