هند: د ډله ییز جنسي تېري تورن کسان محکمې ته ځي

د خپريدو وخت: 09:15 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

هغه پنځه کسه چې په نوي ډيلي کې پر يوې ۲۳ کلنې محصلې د ډله ييز جنسي تېري او قتل په تور تورن دي، نن بيا محکمې ته ورځي.

حقوقي چارواکي وايي د دوی قضيه به يوې يوې بلې محکمې ته د ژر فيصله کېدو لپاره انتقال شي چې د تړلو دروازو تر شا کېږي.

په ډسمبر مياشت کې دغه بريد په هند کې خلکو ته ټکان ورکړ او د پېښې د قرباني شوې محصلې د درملنې په تړاو يې د خلکو ترمنځ پراخ بحثونه راوپارول.

دغه قضيه د دوی شنبې په ورځ وروسته له هغه وځنډېده چې د محکمې پر مهال بې نظمي رامنځته شوه.

د تورنو دريو کسانو، مدافع وکيل ويلي چې دوی پړه نه دي.

په پېښه کې شپږم شکمن چې وايي ۱۷ کلن دی، قضيه به يې د ځوانانو لپاره په جلا محکمه کې وڅېړل شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .