کوټه کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د موټر بم چاودنې په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي. د کوټې پولیسو یوه مشر زبېر محمود خبریالانو ته وویل، چې د چاودنې په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي. په رپوټونو کې ویل شوي، چې د بمي برید هدف د یوه پولیس چارواکي ګاډی و. چاودنه مېزان څلور لارې ته نژدې اقبال روډ سیمه کې شوې او احتمال څرګندېږي، چې په وژل شویو کې ملېشه سرتېري هم شامل دي. د کوټې ښار د بلوچستان ايالت مرکز دی چې په تېره يوه لسيزه کې د دا وړ پېښو شاهد دی. د بلوچستان ملتپاله د دغه ایالت په طبیعي سرچينو کې د پراخې ونډې غوښتنه کوي. طالب اورپکي هم په دغه سيمه کې فعاليتونه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .