م. م مالي ته د ځواکونو استولو غوښتنه کړې

د خپريدو وخت: 10:28 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

د ملګرو ملتو امنيت شورا وروسته له هغه چې ياغيانو وويل د کوونا ستراتيژيک ښارګوټی يې نيولی په چټکۍ مالي ته د نړیوالو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده.

پر همدې مهال د مالي ولسمشر له فرانسې په ټينګه غوښتي چې د ياغيانو د يرغل په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.

د مالي د دغې غوښتنې په اړه د ملګرو ملتو د امنيت شورا په يوه بېړنۍ غونډه کې بحثونه شوي.

تېره مياشت ملګرو ملتو له ياغيانو د مالي د شمال بېرته نيولو لپاره چې په القاعده پورې د تړلو ملېشو له لوري کنټرولېږي، د ۳۰۰۰ سرتېرو د لېږلو پلان جوړ کړی وو.

اسلامپاله ياغيان د مالي په شمال کې سخت اسلامي شريعت پلی کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .