بلوچستان کې درې ورځنی ماتم اعلان شو

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

وروسته له هغه چې د پاکستان په کوټې ښار کې يو لړ بمي چاودنو له سلو ډېر کسان ووژل په بلوچستان ايالت کې د دريو ورځو لپاره ماتم اعلان شوی دی.

تر ټولو لويه مرګ ژوبله هغو غبرګو بريدونو واړوله چې د سنوکر په يوه کلب کې وشوې، د ښار په دغه سيمه کې ميشتي ډېری شعيه ګان دي.

د بېړنيو خدمتونو يو شمېر کارکوونکي او ژورنالستان هغه مهال دويمې چاودنې ووژل چې د لومړۍ چاودنې لپاره دغه ځای ته ورغلي وو.

د لشکر جنګوي يوې فرقه يي ډلې د دغو بريدونو پړه منلې ده.

تر دغو بريدونو وړاندې د کوټې ښار په يوه مارکېټ يوې بلې چاودنې يوولس کسه ووژل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .