پاکستان کې چاودنو تر ۱‍۰۰ ډېر کسان ووژل

د خپريدو وخت: 07:11 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

په پاکستان کې د يو لړ بمي چاودنو په پايله کې له سلو ډېر کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. تر ټولو مرګوني غبرګ بريدونه د هېواد د جنوب لويديځ په کوټې ښار کې د سنوکر په يوه کلب کې شوي دي.

د بېړنيو خدمتونو زيات کارکوونکي او ژورنالستان هغه مهال ووژل چې په لومړۍ چاودنې پسې بله چاودنه وشوه او ودانۍ يې را وغوځوله.

ويل کېږي ډېری وژل شوي شيعه وګړي دي او د لشکر جنګوي يوې فرقه يي ډلې ويلي دغه بريدونه دوی کړي دي.

تېره ورځ په کوټه کې يوه بل جلا بريد بيا يوولس کسه ووژل.

او په سوات کې بيا د يوې چاودنې له امله چې په يوه مذهبي غونډه کې وشوه، له شلو زيات کسان مړه کړل.

د يوه ځايي تلويزيون تصوير اخيستونکی امين الله منګل چې د چاودنې پر مهال په همدغه ځای کې وو د سترګو ليدلی حال داسې انځور کړ:

''له لومړۍ چاودنې وروسته ټولو چې په هغو کې خبريالان، پوليس او د ژغورنې کارکوونکي ووسيمې ته ځان ورساوه. کله چې موږ دغلته ورسېدو او د ژغورنې ډلو ټپيان راوېستل، ناڅاپه بله چاودنه وشوه. ټول وېردلي وو، ټپيان د ودانۍ په غولي کې پراته وو او چيغې يې وهلې.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .