د کوټې شیعه ګان وايي مړي خاورو ته نه سپاري

د خپريدو وخت: 04:38 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د بلوچستان ايالت د کوټې په ښار کې شيعه مذهبو گواښنه کړې تر هغې پورې چې پوځ د دغه ښار امنيت تر گوتو نه کړي، دوى به د پنجشنبې د ورځې په چاودنو کې وژل شوي مړي نه خښوي.

د شيعه مذهبو يو مشر د کوټې په ښار کې بي بي سي ته ويلي چې هغوى له پوځه د دې غوښتونکي دي چې د شيعه مذهبو د خونديتوب ضمانت ورکړي.

د کوټې ښار په شيعه مېشته سيمه کې په يو سنوکر کلپ کې د چاودنو له امله اتيا تنه ووژل شول او لسگونه نور ټپيان شول ، د لشکر جنگوي په نامه يوې مذهبي ډلې د دغو چاودنو پړه منلې وه .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .