هلمند کې اور د ښځو ۳۰ هټۍ وسوځولې

د خپريدو وخت: 04:43 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د هلمند ولایت په یوه مارکیټ کې داور لګېدنې له کبله لږترلږ ۳۰ هټۍ (کوکې) سوځېدلې خو چا ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی .

د هلمند سیمه یز چارواکي وایي چې پېښه د مرکز لښکرګاه د ښځو په یوه مارکیټ کې د ننه د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوې .

د هلمند ښاروال محمد فاضل صافی وایي چې اورلګېدنه تېره شپه اووه بجې رامنځ ته شوې چې دده په ټکو له کبله یې۳۰ هټۍ (کوکې) سوځېدلې دي .

ښاغلی صافی وایي چې د زیانونو په اړه به تر ارزونې وروسته څرګنده شي چې څومره مالي زیان اوښتي .

اورلګېدنه یوازې تر څو ساعتونو وروسته د اوروژنې دډلې یا اطفایې له خوا مهار او دلا نورو زیانونو مخه یې ډب کړه .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .