نیپال: ترافیکي پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د نيپال د لويديځ په يوه لېرې پرته غرنۍ سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

ځايي پوليس وايي بس ګاډی وروسته له هغه له يوې ستوغې غونډې سلګونه متره ښکته وښوېد چې چلوونکي يې د لړې له امله کنټرول له لاسه ورکړ.

دوی وايي په دغه پېښه کې ۱۲ کسه سخت تپيان شوي چې په روغتون کې يې درملنه کېږي.

پوليس لا هم د ټکر په ځای کې د قربانيانو او ژوندي پاتې شويو کسانو لټه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .