فرانسې په مالي کې خپل عمليات د دغه هېواد شمال ته غځولي

د خپريدو وخت: 02:56 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د فرانسې هوايي ځواک په مالي کې د توندلاره اورپکيو پر وړاندې خپل عمليات د دغه هېواد شمالي برخو ته غځولي دي.

فرانسوي الوتکې پر ګاو او کيډال ښارګوټيو بمبارۍ کړې دي. د فرانسې د دفاع وزارت ويلي جنګی الوتکو چې له فرانسې يې الوتنه کړې، د روزنې کمپونو او بنسټيزې ودانۍ ويشتې دي.

د مالي په ګاو کې خلکو ويلي ډېری ياغيان له ښاره وتلي دي. د فرانسې د دفاع وزير لاورن فابيوس ويلي جنوب لور د اورپکيو پرمختګ درېدلی، او د فرانسې مخامخ ښکېلتيا به په اونيو کې پای ته رسېږي.

د لوېديځې افريقا سلګونه ځواکونه دغې جګړې سره د يوځای کېدو تياری نيسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .