عراقی وزیر له بریده روغ رمټ ووت

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د عراق ماليې وزير د وژنې له يوې هڅې ژوندی وتلی دی. دغه وزير رافع العيساوي د بغداد لوېديځ کې په يو کتار کې روان و، چې د سړک غاړې بمي چاودنه پرې وشوه.

په پېښه کې څوک نه دي ژوبل شوي، خو يو شمېر موټرونو ته زيان رسېدلی دی.

ښاغلی العيساوي د يوه سياسي کړکېچ په منځ کې دی، چې شيعه لومړي وزير نوري المالکي پر وړاندې د سنيانو ډله ييزو احتجاجونو په کې کېږي.

دی هغه له لومړي وزير سره په توپير کې کښېووت چې تېره مياشت يې د ترهګرۍ په تورونو يو شمېر ساتونکي ونيول شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .