" منځنی ختیځ له بشري ناورین سره مخامخ دی "

د خپريدو وخت: 10:16 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د سره صلیب نړیواله خیریه ټولنه وايي منځنی ختیځ د سوریې د جګړې له امله له بشري ناورین سره مخامخ دی.

دغې ټولنې د ناورین پر وړاندې د لا پراخ او هغمږي ځواب غږ کړی او وايي چې د بشري ناورین پر وړاندې نړیوال غبرګون کافي نه دی.

دا مهال په سوریې کې دننه لږترلږه دوه میلیونه خلک بې ځایه شوي دي.

دغه ډله وايي جنسي تېري د سوریې د کورنۍ جګړې له مهمو اغېزو څخه یو دي چې زیاتره وخت د کورنیو د غړو په وړاندې ترسره کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .