د چاوېز پر ځای یې مرستیال ملي شورا ته وینا وکړه

د خپريدو وخت: 07:11 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

د ونزويلا مرستيال ولسمشر نېکولاس مادورو د ولسمشر هوګو چاوېز پر ځای چې دا مهال په کيوبا کې د سرطان ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې دی، ملي شورا ته کلنۍ وينا وکړه.

په يوه لنډه وينا کې ښاغلي مادورو له ولسمشر چاوېز سره د خپلې وفادارۍ ژمنه وکړه او د هغه د ځای ناستي کېدو لپاره يې سياسي مبارزه رد کړه.

د ونزويلا سياسي اپوزيسيون وايي ملي شورا ته د مرستيال ولسمشر وينا د اساسي قانون خلاف ده. دوی غواړي که ښاغلی چاوېز ژر د لوړې مراسمو ته نه شي راستنېدلی نو بايد نوې ټاکنې وشي. هوګو چاوېز په تېرو ۱۸ مياشتو څلور ځله د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره عمليات کړي او داسې نښې نه شته چې وښيي ژر دې له کيوبا را ستون شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .