د سولې عالي شورا د پاکستان د هوډ هرکلی وکړ

د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان له خوا د طالبانو د خوشې کولو د تصمیم هرکلی کړی دی.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې اعلان کړی چې غواړي له دوی سره ټول طالب بندیان خوشې کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي عطاء الله لودین بي بي سي ته وویل دغه طالبان باید د افغان حکومت سره په مشورې خوشې شي چې بېرته له وسله والو مخالفینو سره یو ځای نه شي او د سولې بهیر ته زیان وانه اړوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .