هرات کې دوه برید ګر وژل شوي

د خپريدو وخت: 11:33 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

دوه کسان په داسې حال کې چې پر یوه موټرسایکل یې چاودیدونکي توکي لېږدول د هرات د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کی وژل شوي. د هرات د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل وایی ګمان کوي چی دغه کسانو غوښتل د نوموړې ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرګی برید وکړي چی په لاره کی چاودیدونکی توکی چاودلي او دواړه وژل شوی. نوموړی وایی په دې اړه پلټنې روانی دي. په چاودنه کی د چارواکو په وینا پوځیانو او ملکی وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .