پاکستاني چارواکي د مړینې په اړه ضد او نقیض ګنګوسې

د خپريدو وخت: 13:14 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

د یوه پاکستاني چارواکي د مړینې په اړه غږونه پورته کېږي چې د پاکستان د لومړي وزیر راجا پرویز اشرف د فساد دوسیې په تړاو یې په لوړه کچه څېړنې کولې.

کامران فیصل د جمعې په ورځې د پلازمېنې اسلام آباد په یوه حکومتي هوټل کې په داسې حال کې وموندل شو چې د چت په پکي راځړول شوی و.

ډاکتران وايي د دوی لومړنۍ طبي څېړنې ښيي چې ښاغلي فیصل خپله ځان وژلی دی. خو د هغه خپلوان او همکاران وايي دوی شک لري چې هغه تر مړینې مخکې شکنجه شوی دی.

د ښاغلي فیصل مړی یوه ورځ وروسته تر هغه وموندل شو چې د پاکستان سترې محکمې د فساد د تورونو په تړاو د لومړي وزیر د نیولو غوښتنه وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .